اسلام آباد 19 فروری (اے پی پی) د مليزيا د رائل نېوي چيف اېډمرل تان سري احمد قمرالزمان حاجي احمد بدرالدين په اسلام آباد كښې د نېو مركزي دفتر دوره كولو سره د پاك سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي سره ليدلي دي ۔ د نېوي مركزي دفتر ته په تګ د پاك بحريې مشر د رائل مليزيا د نېوي چيف هركلے وكړو او د نېوي يوې چټك ډلې مېلمه ته ئې سلامي وركړه او وروستو ګران مېلمه سره د نېوي د مركزي دفتر پرنسپل سټاف افسران معرفي كړې شول۔ د دې ن?? پس دواړو مشرانو ملااقات وكړو او په پېشه وره او د بحريې د اشتراك په چارو ئې د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمېنئځه د مرستې په بېلا بېلو ??ان??و هم غور وكړې شو۔ په دې موقع د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د عزم او كردار په خاص توګه د كولېشن مېري ټائم كمپائن پلان او د سمندري غلو خاتمې لپاره په عملياتو كښې په ګډون كولو هم رڼا واچولې شوه ۔ ګران مېلمه کثیرالقومی ټاسك فورسز150 او 151 د پاك بحريې د اعلې افسرانو لخوا د ك??ان??ز د يو شمېر مودو نه هم په تفصيل سره خبر كړو۔ د دې ن?? پس د مليزيا نېوي چيف د نېوي په مركزي دفتر كښې د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او د دې ن?? پس په ايوان صدر كښې يوه درنه دستوره وشوه چې پكښې اولس مشر ممنون حسېن د مليزيا د رائل نېوي چيف چيف اېډمرل تان سري احمد قمرالزمان حاجي احمد بدرالدين له د پاكستان اعلٰې عسكري اعزاز نشان امتياز (ملټري) وركړو كوم چې د مليزيا د نېوي چيف ته د دواړو روڼو هېوادونو اړيكې لا ق??ي كولو په لړ كښې په غېر معمولي خدماتو او د قدر وړ كردار په اعتراف وركړې شو ۔ د دورې په بل پړاٶ كښې به د مليزيا نېوي مشر كراچۍ او لاهور كښې د نېول فېلډ ك??ان??ز سره ملاقاتونه كوي۔ د مليزيا د رائل نېوي مشر دا دوره به د دواړو هېوادونو د بحري ځواكونو ترمېنځه ?? شريكو اړيكو د لا استحكام سوب وګرځي۔
متعلقہ مضامین
-
Train service between Quetta, Chaman restored
-
اے ایف بی الیکٹرانکس کی سرکاری تفریحی ویب سائٹ: آپ کے انٹرٹینمنٹ کا نیا مرکز
-
شوانگ فو آفیشل تفریحی ایپ: تفریح کا جدید پلیٹ فارم
-
Area Links Piggy Bank Official Entertainment Website
-
Speed Winner Entertainment آفیشل ویب سائٹ
-
Death toll rises to 165 in Thar
-
Rain-related death toll rises to 26
-
Irans president arrives on two-day visit
-
More needs to be done for workers welfare: president
-
Railways plans to announce concession in fares on Eid
-
243 schools face closure
-
Sit-ins destructive for country, Nawaz to PTI